هلمند کې د مالوچو کروندګرو ته د نباتي آفتونو مخنیوی په اړه لارښوونې وشوې

mail-admin
Tue, Jul 15 2025 11:16 AM
هلمند کې د مالوچو کروندګرو ته د نباتي آفتونو مخنیوی په اړه لارښوونې وشوې

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین لوی مدیریت مسلکي کارکوونکو له خوا، د دې ولایت د عینک د دښت سیمې مالوچو کروندګرو ته د نباتي آفتونو پر وړاندې د مبارزې په موخه میخانیکي او کیمیاوي لارښوونې ترسره شوې.
په یاده سیمه کې د مالوچو په کروندو کې د غوزي چنجی، مچ، نباتي شپږیو او کنو په اړه،  کروندګرو ته لازمې لارښوونې وشوې. بزګزو ته سپارښتنه وشوه، چې هغه د پنبې تخمونه وکري، چې لنډ قد لري، غوټې ډېرې نیسي، د آفتونو پر وړاندې مقاومت لري او ژر حاصل ورکوي.
همداراز، د کیمیاوي درملو د کارونې په اړه هم کروندګرو ته سپارښتنې وشوې، ترڅو یوازې هغه درمل استعمال کړي چې نباتي آفتونه له منځه وړي خو چاپېریال ته لږ زیان رسوي.
مسلکي کارکوونکو واضح کړه، چې که دا آفتونه پر وخت کنټرول نه شي، د پنبې غوټۍ کوچنۍ او کلکې پاتې کېږي، د تار ورکولو کیفیت له منځه وړي او د بازار تقاضاء نه لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS