د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو بزګران دجوارو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

user-admin
Tue, Jul 15 2025 8:55 AM
د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو بزګران دجوارو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي او د کندهار د کډوالو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د نېش په ولسوالی کی پر ۲۵۰ کروندګرو د جوارو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی، چې د یادې مرستې د وېش په موخه د نوم لیکنې لړۍ بشپړه شوه.
د دې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شو تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یادې مرستي څخه موخه په لیري پرتو سیمو کې بزګرانو ته اړیني چوپړتیاوي برابرول، د هغوی اقتصادي ملاتړ کول او د جوار کرنې څخه د بزګرانو عاید لوړول دي.
د یادونې وړ ده، چې د یادې مرستې د نوم لیکني لړۍ بشپړه شوې او تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به یادو بزګرانو ته یادې مرستې ووېشل شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS