د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

mail-admin
Sun, Jul 13 2025 3:50 PM
د بلخ شولګرې ولسوالی کې بېوزلو کورنیو ته وزې او د څارویو خوراکه ووېشل شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د «آی،آر،سي» مؤسسې په مالي ملاتړ  د بلخ د شولګرې ولسوالی پر ۱۵۹ اړمنو کورنیو وزې، وزګوړي او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول.
د دې مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته دوه محلي وزې، دوه وزګړي او دوه بوجۍ  حیواني متراکمه خوراکه ورکړل شول.
د یادې پروژې موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول، د مالدارۍ د ودې له لارې د هغوی د عاید سرچینې زیاتول، او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
د افغانستان په یوشمېر سیمو کې، بېوزلې کورنۍ له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې د مالدارۍ وړې پروژې کولای شي د هغوی د ژوند کیفیت ښه کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS