کرنې وزارت کې د ځنګلونو د بیا رغونې او ساتنې د عملیاتي پلان جوړولو په پار غونډه دایره شوه 

mail-admin
Sat, Jul 12 2025 3:12 PM
کرنې وزارت کې د ځنګلونو د بیا رغونې او ساتنې د عملیاتي پلان جوړولو په پار غونډه دایره شوه 

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هېواد د ځنګلونو د بیارغونې او ساتنې د عملیاتي پلان د ارزونې او تنظیم په موخه، غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د دې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال، مولوي بازمحمد فیضان، په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې د اړوندو دولتي ادارو استازو هم ګډون کړی و.
مولوي فیضان په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د دې پلان بریالی تطبیق د ټولو مسؤلو ادارو ترمنځ د همغږۍ، مالي ملاتړ او د خلکو عامه پوهاوي پراخوالي ته اړتیا لري. هغه وویل: «د ځنګلونو ساتنه یوازې د یوې ادارې مسؤلیت نه دی، بلکې دا یو ملي تعهد دی.»
په دې عملي پلان کې، د ځنګلونو د بې‌اجازې پرې کېدو او اورلګیدنې د مخنیوي، د ځنګلي سیمو د بیا رغونې، او د چارتراش لرګیو او پرې شویو لرګیو د لېږد د تنظیم لپاره مشخص اقدامات طرحه شوي دي. همدارنګه، د لرګویو صنعت کارانو د فعالیتونو مدیریت، او د بدیلو انرژیو لکه ګاز، برېښنا او ډبرو سکرو د کارونې د هڅونې لپاره لارې چارې هم په پام کې نیول شوي دي.
ټاکل شوې، چې دا سند تر بشپړېدو وروسته، د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شي، تر څو د تصویب او بودجې له تخصیص وروسته عملي شي.
په دې ناسته کې د سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي مخدوم، د شنې قطعې رییس، د دفاع وزارت، استخباراتو، د چاپېریال ساتنې ادارې استازو او د کرنې وزارت سلاکار هم ګډون کړی و.


برگزاری جلسه پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات در وزارت زراعت
۲۱ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه‌ای به منظور بررسی و تنظیم پلان عمل احیا و حفاظت از جنگلات کشور، در وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی این وزارت برگزار گردید. در این جلسه نمایندگان ادارات ذی‌ربط دولتی نیز حضور داشتند.
معین آبیاری و منابع طبیعی در سخنرانی خود تأکید کرد که موفقیت تطبیق این پلان نیازمند همکاری و هماهنگی میان تمامی نهادهای مسئول، حمایت مالی و آگاهی‌دهی گسترده به مردم است. او گفت: «حفاظت از جنگلات نه‌تنها مسئولیت یک اداره، بلکه یک تعهد ملی است.»
در این پلان عملی، اقدامات مشخصی جهت جلوگیری از قطع خودسرانه و آتش‌سوزی جنگلات، احیای مجدد ساحات جنگلی و تنظیم نحوه انتقال چوب چهارتراش و چوب قطع‌شده پیش‌بینی شده است. همچنان راه‌کارهایی برای مدیریت فعالیت صنعت‌کاران چوب و تشویق استفاده از منابع بدیل انرژی چون گاز، برق و ذغال‌سنگ نیز در نظر گرفته شده است.
قرار است این سند پس از نهایی‌سازی، به کابینه امارت اسلامی افغانستان ارائه شود تا پس از تأیید و تخصیص بودجه، به مرحله اجرا درآید.
در این نشست، مولوی احمدالله زاهد معین وزارت تجارت، مولوی مخدوم معین وزارت داخله، رئیس قطعه سبز، نمایندگان وزارت دفاع، استخبارات، اداره حفاظت از محیط زیست و مشاور وزارت زراعت نیز حضور داشتند

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS