د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د محافظوي پولې رغنیزې چارې بشپړې شوې

mail-admin
Wed, Jul 09 2025 11:59 AM
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د محافظوي پولې رغنیزې چارې بشپړې شوې

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت چارواکي وایي، چې د ورستیو اورښتونو، سېلابونو او زیاتو اوبو راوتو له امله د ننګرهار وادي کرنيز ا شرکت د «۲۳ ويالې سوېل» په سیمه کې شاوخوا ۷۰ متره محافظوي پوله بشپړه له منځه تللې وه، چې د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو د تخریب جدي اندېښنه یې راپارولې وه.
د چارواکو په خبره د یاد شرکت د امکاناتو، ماشینرۍ او فني ټیم په مټ د دغې پولې د بیا تړلو او ترمیم چارې نن بشپړې شوې، چې په پایله کې یې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او کورونه د اوبو له ستر ګواښ څخه وژغورل شول.
تېره ورځ د ننګرهار وادي کرنيز شرکت اجرائيوي رییس سېد محمد نعيم «محمدي» د اوبو لګولو د تخنيکي ساتنې او څارنې امر، درېيم فارم امر، د املاکو سرپرست امر، لوړپوړو مدیرانو او فني کارکوونکو په ملتیا د ترميمي چارو له سیمې ليدنه وکړه.
د ننګرهار وادي کرنيز شرکت ژمن دی، چې د خپلو کرنيزو ځمکو، دولتي شتمنيو او همکارو شرکتونو او خلکو د ملکيتونو د خوندي ساتلو لپاره خپلې هلې ځلې لا پیاوړې او چټکې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS