کندهار کې د چرګانو فارمونو لپاره شپږ ټولنې جوړې او رسماً یې چارې پیل کړې

mail-admin
Mon, Jul 07 2025 11:08 AM
کندهار کې د چرګانو فارمونو لپاره شپږ ټولنې جوړې او رسماً یې چارې پیل کړې

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د رهبرۍ او د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ د چرګانو فارمونو، دانې، جوزي، بیې تنظیم او ورته برخو لپاره شپږ ټولنې جوړې او رسماًیې خپلې چارې پیل کړې.
په دغو ټولنو کې د چرګانو د برخې ستونزو حل، مالي او اداري تنظیم، ټولنیزو چوپړتیاوو ته لاسرسی، د درملو د کیفیت او بیې کنټرول، د دانې د کیفیت او بیې تنظیم، او همداراز د جوزې د کیفیت او تنظیم برخې شاملي دي. دغو ټولنو ته د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې رسمي مسؤلیتونه وسپارل شول.
د کندهار د مالدارۍ آمر حافظ حمیدالله،  نوموړی اقدام یو پرځای او ارزښتناک ګام وباله او د یادو ټولنو له مسؤلینو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اتحادیې رییس د غونډې پر مهال خپلې کړنې او راتلونکې موخې له ګډونوالو سره شریکې کړې. ګډونوالو د یووالي او همکارۍ ټینګار وکړ او خپلې نظریې او وړاندیزونه یې هم وړاندې کړل.
په پای کې د ټولنېغړي، د چرګانو فارم لرونکي او اړوند مسؤلین ګډونوالو ته ور وپېژندل شول او ورسره سم یې د یادو شپږو ټولنو چارې رسماً ور وسپارل شوې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS