د هلمند باباجي ولسوالی کې سلګونو څارویو ته د درملنې کمپاین تر سره شو

mail-admin
Mon, Jul 07 2025 11:07 AM
د هلمند باباجي ولسوالی کې سلګونو څارویو ته د درملنې کمپاین تر سره شو

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د باباجي ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې سلګونه څارویو د عامه روغتیا د پیاوړتیا په موخه وقایوي کمپاین ترسره شو.
په دغه کمپاین کې سلګونه کوچني او غټ شخوند وهونکيو څاریو (پسونه، وزې او غواوې) ته د پښو او خولې ناروغي واکسین، چې د خارښ او داخلي پرازیتونو ضد درمل دي او همدارنګه د کولمو د چینجیو ضد درمل ورکړل شوي دي.
یاد درمل د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمرېت په هڅو د «ډي،سي،ای» دفتر له خوا چمتو شوي وو، چې د مسلکي حیواني روغتیاپالانو له خوا تطبیق شول.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست مسؤولین وايي، چې دا ډول درملنیزې هڅې به د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم دوام ومومي، تر څو د څارویو د ناروغیو مخه ونیول شي او د مالدارۍ سکتور ودې ته زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS