کندهار کې د کانګو تبې د مخنیوي په موخه درې زره فارمونو کې وقایوي کمپاین ترسره شو

user-admin
Sat, Jun 28 2025 9:14 AM
کندهار کې د کانګو تبې د مخنیوي په موخه درې زره فارمونو کې وقایوي کمپاین ترسره شو

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف اې او» په مالي ملاتړ او د مسلکي پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ، د کانګو تبې د مخنیوي په موخه یو پراخ وقایوي کمپاین تر سره شو. دغه کمپاین د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو او شپږ ولسوالیو کې ترسره شوه، چې له مخې یې نږدې درې زره فارمونه تر وقایوي درمل پاشنې لاندې ونیول شول.
دغه کمپاین د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف اې او» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت د مسلکي پاراوټرنرانو په تخنیکي همکارۍ، د کانګو تبې د مخنیوي په موخه تر سره شوې ده.
دغه کمپاین د کندهار ښار ترڅنګ د ارغنداب، دامان، پنجوايي، لوړ میوند، کښته میوند او سپین بولدک ولسوالیو ته هم غځول شوي وه، چې په ترڅ کې یې نږدې ۳۰۰۰ غواګانو فارمونه تر وقایوي درمل پاشنې لاندې ونیول شوه.
د درمل پاشنې ټولې چارې د ۱۵ تنه مسلکي پاراوټرنرانو له‌خوا عملي شوي، چې دوی ته د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له لوري نظري او عملي روزنه ورکړل شوې او اړوند تجهیزات هم ورسپارل شوې وه، ترڅو د وقایوي کمپاین چارې په معیاري او مؤثر ډول ترسره شي.
د دې وقایوي کمپاین موخه، د څارویو د ساتنې چاپېریال پاک ساتل، د مالدارۍ سکټور ته سالمه وده ورکول، د ویروسي تبې (کانګو) د خپرېدو مخنیوی، د واښو سپوږدو له منځه وړل او مالدارانو ته د وقایوي خدماتو لاسرسی برابرول دي.
د کندهار د کرنې ریاست له‌خوا د څارویو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کېږي. شاوخوا یوه اونۍ وړاندې هم، د یاد ریاست په ابتکار د کندهار ښار په یو شمېر ناحیو او ولسوالیو کې ۴۶۰ فارمونو ته د کانګو تبې د مخنیوي لپاره وقایوي درمل پاشنه ترسره شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS