پکتیا کې د جوارو او شولو ۵۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Thu, Jun 26 2025 9:29 AM
پکتیا کې د جوارو او شولو ۵۰ ننداریزې کروندې جوړېږي

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم، ګرده څیړی، وزی ځدراڼ، روحانی بابا، احمدخیل، ځاځی اریوب او څمکنیو ولسوالیو کې د جوارو او شولو۵۰ ننداریزې کروندې جوړېږي.
په همدې موخه د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د شولو او جوارو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
د وېش پر مهال د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سید امین هاشمي وویل: «د پکتیا په مرکزګردیز او اتو ولسوالیو کې ۵۰ تنه مخکښه بزګران انتخاب شوي دي، چی د شولو ننداریزو کروندو لپاره هر بزګر ته لس کیلوګرامه د شولو تخم، ۱۴ کیلوګرامه توره سره او ۲۱ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره، او د جوارو ننداریزو کروندو لپاره هر بزګر ته اته کیلو ګرامه د جوارو تخم، ۳۰کیلو ګرامه توره سره او ۵۰کیلو ګرامه یوریا سپینه سره ورکړل شوه.»
ښاغلي هاشمي زیاته  کړه، چې ددغو ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده، چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښایو چې نورو سیمه ییزو تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاريي شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو کروندو اهمیت په نښه او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
 د کرنې ریاست د غله جاتو مدیر وویل، چې دیادو ننداریزو کروندو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه، چی مخکښ بزګران او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوې وه.
همدارنګه د وېش څخه وړاندې ښاغلي لعل محمد احمدزی ګټه اخیستونکو بزګرانو ته ددغو کروندو د کرلو څخه تر حاصلاتو راټولو پورې لارښوونه وکړه.
په پای کې ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته د شولو او جوارو ننداریزې کروندې جوړېږي، دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.
د یادونې وړ ده، چې دغه ۵۰ ننداریزې کروندې په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS