کندهار کې د مالدارۍ ورځ ولمانځل شوه 

mail-admin
Wed, Jun 25 2025 3:42 PM
کندهار کې د مالدارۍ ورځ ولمانځل شوه 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، په کندهار کې د مالدارۍ ورځې په مناسبت یوه شانداره غونډه دایره شوه.
په یاده غونډه کې د دامان ولسوالی ولسوال، د هالنډ کمېټې د پروګرامونو رییس ډاکټر فریدون قیومي، د کندهار د کرنې ریاست د مالدارۍ آمر حافظ حمیدالله، د طبيعي سرچینو آمر مفتي عبدالغني عفان، د ریاست عمومي مدیرانو، کارکوونکو، یو شمېر مسؤلینو او ګڼ شمېر کروندګرو ګډون کړی و.
ددې غونډې په ترڅ کې د هالنډ کمېټې د پروګرامونو رییس ډاکټر فریدون قیومي د خپلې کمېټې د تېر کال لاسته راوړنې بیان کړې او د کندهار ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې به خپلې هڅې نورې هم ډېرې کړي او خپل توان به ونه سپموي.
ورپسې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند انجنیر محمد حنیف حقمل د هالنډ کمېټې د تېرو هڅو ستاینه وکړه او د دوی د لاسته راوړنو مننه یې وکړه. ښاغلي حقمل زیاته کړه؛ کندهار د مالدارۍ په برخه کې ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی او نور زیات وارداتو ته اړتیا نه لرو. نوموړي همداراز د ا.ا.ا د پالیسۍ سره سم ټولو همکارو مؤسسو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې د مسلکي بزګرانو په روزنه، کرنه او اوبو لګولو برخو کې خپلې هڅې لا زیاتې کړي.
د دامان ولسوالی ولسوال هم د هالنډ کمېټې له هڅو مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې د اوبو د مهار، وچکالۍ پر وړاندې د چکډېمونو او بندونو په جوړولو کې لا زیاته پاملرنه وشي، تر څو د اوبو ستونزې تر یوې کچې راکمې شي.
د غونډې په پای کې ګډونوالو ته د هالنډ کمېټې د تېر کال لاسته راوړنو نندارتون وړاندې شو، او راغلي ګډونوال د نندارتون له څانګو څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS