د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د درېیو رییسانو ادلون بدلون 

mail-admin
Wed, Jun 25 2025 3:22 PM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د درېیو رییسانو ادلون بدلون 

۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت درې تنه رییسان له خپلو دندو تغییر او تبدیل شول. د افغانستان اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د حکم پر بنسټ، د عشر د راټولونې او انسجام، څړځایونو، او پلان او پالیسي د ریاستونو رییسان له خپلو بستونو تغییر او تبدیل شول.
د یادو رییسانو د معرفي په مراسمو کې، د کرنې وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان د یاد سکټور له یو شمېر نورو رییسانو او کارکوونکو سره ګډون کړی و.
د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال په خپلو خبرو کې د پخوانیو رییسانو له هڅو او خدمتونو مننه وکړه او سپارښتنه یې وکړه، چې راتلونکې کې باید خپلې چارې له پیاوړي عزم او غوره پلانونو سره پرمخ یوسي. هغه زیاته کړه، چې ولس له موږ کار او خدمت غواړي، او موږ مسوول یو چې د خلکو او هېواد لپاره کار وکړو ترڅو د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او الله تعالی له موږ راضي وي. همداراز یې ټینګار وکړ چې باید په خپلو چارو کې صداقت او شفافیت په پام کې ونیسي.
وروسته، د کرنې وزارت د مقام د دفتر رییس ملا محمد حسین خورشید، د نویو رییسانو د ګمارنې مکتوب ولوست، چې له مخې یې مولوي نصرالله مظهري د څړځایونو د ریاست نوی رییس، مفتي عبدالرحیم شاهد د عشر راټولونې او انسجام ریاست د نوی رییس او انجنیر سید خالد صاحب‌زاده د پلان او پالیسي د ریاست د نوی رییس په توګه ګمارل شوي ول.
په پای کې، حاضرو رییسانو درې واړه نوي رییسانو خپلو اړوندو دفترونو ته بدرګه کړل او کارکوونکو ته یې ور وپېژندل.


تغییر و تبدیل سه تن از روسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
۴ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
سه تن از روسای وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از بست‌های شان تغییر و تبدیل شدند. بر اساس حکم ریاست‌الوزراء امارت اسلامی افغانستان، روسای ریاست انسجام و جمع‌آوری عشر، علفچر و پلان و پالیسی از بست‌های شان تغییر و تبدیل گردیدند.
در مجلس معرفی این روسا، مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت، به همراه تعدادی از روسا و کارمندان این سکتور حضور داشتند.
معین آبیاری و منابع قدرتی از خدمات و پشتکار روسای پیشین قدردانی کرده و سفارش نمود که در آینده با عزم محکم‌تر و پلان‌های قوی‌تر کار کنند. وی افزود که مردم از ما توقع کار و خدمت دارند و ما مسوولیت داریم تا برای مردم و وطن کار کنیم تا رهبری امارت اسلامی افغانستان و الله‌ج از ما راضی باشند. همچنین تأکید کرد که در کارهای خود صداقت و شفافیت را در نظر داشته باشند.
بعداً ملامحمد حسین خورشید، رئیس دفتر مقام وزارت زراعت، متن تقرری روسای جدید را قرائت نمود که شامل مولوی نصرالله مظهری به عنوان رئیس جدید ریاست علفچر، مفتی عبدالرحیم شاهد رئیس جدید ریاست انسجام و جمع‌آوری عشر و انجینر سید خالد صاحب‌زاده رئیس جدید ریاست پلان و پالیسی می‌باشد.
در پایان، روسای حاضر سه تن روسای جدیدالتقرر را تا دفترهای کاری شان همراهی کرده و به کارمندان این ریاست‌ها معرفی کردند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS