د کندهار ولایت د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Wed, Jun 25 2025 8:56 AM
د کندهار ولایت د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

۳ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ هبت‌الله حفظه الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، الحاج مولوي عبدالرشید منیب د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د نوي رییس په توګه معرفی شو.
د معرفی مراسم د دې ریاست د غونډو په تالار کې د کندهار ولایت مرستیال والي الحاج ملا محمد صادق انقلابي، د کندهار د کرنې ریاست مخکني رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي، نوی رییس الحاج مولوي عبدالرشید منیب، د کندهار یو شمېر د لوړپوړو چارواکو، د کرنې ریاست آمرینو، مدیرانو او ګڼ شمېر کارکوونکو په حضور کې ترسره شو. په دغو مراسمو کې، د نوي رییس د ګمارنې حکم د کرنې وزارت د استازي له خوا ولوستل شو.
د کندهار دکرنې نوی رییس الحاج مولوي عبدالرشید منیب د اسلامي امارت د مشرتابه له احکامو یې د اطاعت ژمنه وکړه، د خلکو خدمت ته یې ژمنتیا څرګنده کړه، او د ریاست له کارکوونکو یې د ملاتړ مننه وکړه.
هغه زیاته کړه: «موږ هر وخت د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی حکم ته لبیک وایو او ژمنه کوو، چې د کرنې ریاست د لا پیاوړتیا او خدمت لپاره به له بشپړ اخلاص سره کار وکړم.» نوموړي د پخواني رییس قدرداني وکړه او هغه یې یو تجربه‌کار او بریالی شخصیت یاد کړ.
د غونډې په پای کې، د کندهار د کرنې ریاست پخوانی رییس الحاج مولوي فضل الباري فضلي د نوي رییس ټاکنه پرځای او غوره پرېکړه وبلله او نوموړي ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ. هغه وویل: «تبدیل او بدلون د نظام یو اصل دی، او موږ تل د خپل امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د حکم او آمر تابع یو.»  ښاغلی فضلي له ټولو کارکوونکو مننه وکړه او له هغوی یې وغوښتل، چې له نوي رییس سره په اخلاص، صداقت او رښتینولۍ کار ته دوام ورکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS