ننګرهار کې  پر ۱۰۰  جریبه ځمکه د بېرې ځنګل جوړېږي

mail-admin
Tue, Jun 24 2025 10:06 AM
ننګرهار کې  پر ۱۰۰  جریبه ځمکه د بېرې ځنګل جوړېږي

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» له لورې په ننګرهار کې د شاتو مچیو روزنکو ستونزو حل په موخه پر سل جریبه ځمکه د بېرې ځنګل جوړوي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام «یو،ان،ډي،پي» استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوی محمد ولي محسن سره په ناسته کې د بېرې ځنګل لپاره د مناسبو ځایونو انتخاب او غوره نوعو کرلو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه «یو،ان،ډي،پي» په خوږیاڼو او هسکي مېني ولسوالیو کې د بي موسمه سبو او مېوو تولید په پار د  ۱۲ بابه شنوخونو جوړولو پلان هم لري، چې په لنډ وخت کې به پر شرایطو برابر او علاقمندو بزګرانو انتخاب او د شنوخونو جوړولو چارې پیل شي.
دغه راز دوی په ځینو نورو برخو کې دمؤثره پروژو ډیزاین همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د بېرې ځنګلونو او شنوخونو جوړول د بزګرانو او شاتو مچیو روزنکو لپاره یو ښه اقدام وباله او د کرنې ادارې له لورې د پوره همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ننګرهار د کرنې رییس په غریزو سیمو کې د چهارمغزو، بادام، جلغوزیو او ګورګرو د کرلو ترڅنګ د کوزکونړ ولسوالی د بېرې ځنګل د پالنې او ساتنې غوښتنه هم وکړه.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې ځنګل په جوړېدو سره به سلګونوکسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه رازکرنېزې ځمکې به د سېلابونو له خطر څخه وساتل شي او د دې ترڅنګ د شاتو مچیو کاروباریانو ته به د شاتو د تولید ښه زمینه برابره شي. د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم ورته ځنګلونه جوړ شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS