د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
Mon, Jun 23 2025 11:11 AM
د محمدآغې ولسوالی له بزګرانو او قومي مشرانو سره د عشر ټولولو اړوند د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر ولايت د عشر او زکات ټولولو آمریت کارکوونکو چې مشري یي د عشر او زکات ټولولو آمر مولوي سلطان غني هاشمي کوله په داسې حال کې، چې ددغې ولسوالی د آبازک حوزی عاملینو او د ترغيبي عبوري زکات مدير قاري محيب الله هاشمي  دمحمد اغې ولسوالی د ابازک سیمې ته سفر وکړ او ديادې سیمې له بزګرانو او د عشر له عاملينو سره د همغږۍ  ګډه ناسته ترسره کړه.
په یاده ناسته کي لومړۍ د دغې سیمې لپاره نوی ټاکل شوی د عشر  عامل مولوي اميرخان متقي دښه راغلاست تر څنګ د ورسپارل شوي مسئوليت دښه ترسره کولو ژمنه وکړه او ديادې سیمې له خلګو نه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د ترغيبي عبوري زکات مدير د عشر او زکات فضائیل او احکام بيان کړل او له خلګو نه یې غوښتنه وکړه، چې د اسلام دغه مهمه فریضه صحيح أداء او غفلت پکې ونکړي.
په پای کي د عشر او زکات آمر دسیمې د خلګو ستونزې له نږدې واورېدلې او دخپلو خبرو په جريان کې یې د عشر عاملينو ته د خلګو سره د ښه چلند په کړنو د شفافیت صداقت اړوند لازمې سپارښتنې وکړې او د سیمې له خلګو نه دلا زیاتې  همکارۍ غوښتنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS