میدان وردګو کې د معیاري سړې خونې رغنیزې چارې وارزول شوې

mail-admin
Wed, Jun 18 2025 12:29 PM
میدان وردګو کې د معیاري سړې خونې رغنیزې چارې وارزول شوې

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د خوندیتوب او بازار موندنې په برخه کې د خپلو هڅو په دوام، د میدان وردګ ولایت په مرکز میدانښار کې د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۰۰۰ ټنه ظرفیت لرونکې سړې خونې او د مېوو د جالیو فابریکې رغنیزې چارې پیل کړي دي، ددې پروژې د دوامدارې ارزونې په پار د ولایت مقام، کرنې او اقتصاد ریاستونو څخه درې ګونې پلاوي ټاکل شوي، ترڅو ددې پروژې له رغنیزو چارو څخه څارنه وکړي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې ریاست چارواکي وویل، چې دا یوه حیاتي پروژه ده، چې د ولایت د بزګرانو د مېوو د خوندیتوب او اقتصادي ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري. موږ د دې پروژې د معیاري تطبیق په پار هلې ځلې کوو. 
تمه ده چې، دا پروژه د سیمې زرګونه بزګرانو ته د مېوو د ساتنې، بسته بندۍ، او بازارموندنې په برخه کې سترې اسانتیاوې برابرې کړي، د صادراتو بهیر پیاوړی کړي او د کرنیزو تولیداتو ارزښت لوړ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS