بلخ ولسوالی کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه یوشمېر څاروي واکسین شوه

mail-admin
Wed, Jun 18 2025 4:04 PM
بلخ ولسوالی کې د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه یوشمېر څاروي واکسین شوه

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، د بلخ د مسلکي پارا وټرانو په تخنیکي همکارۍ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د یادې ولسوالی یوشمېر کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین شوه.
یاد واکسین د بلخ ولسوالی په ټولو سیمو کې تطبیق شو، چې موخه یې د طاعون وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي ساتل، د مالدارانو د اقتصادي زیانونو کمول او مسلکي کسانو ته د کار فرصتونو برابرول دي.  د واکسین د دې کمپاین سره به د څارویو شیدو او غوښې تولید عادي پاتې شي، د ناروغیو خپرېدل به په وخت کنټرول شي.
 د یادونې وړ ده، چې وړاندې هم د بلخ کرنې ریاست په هڅه، د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ، په یوشمېر ولسوالیو کې دې ته ورته واکسین تطبیق شوی و، چې په ترڅ کې یې زرګونه کوچني څاروي واکسین شوې وه.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS