هلمند کې د بست تولیدي شرکت اصلاح شوو تخمونو له چارو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
Wed, Jun 18 2025 12:25 PM
هلمند کې د بست تولیدي شرکت اصلاح شوو تخمونو له چارو څخه لیدنه وشوه

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۱ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت له لوري د «بست اصلاح شوو تخمونو تولیدي شرکت» څخه  لیدنه ترسره شوه. د یادې لیدنې موخه د اصلاح شوو غنمو تخمونو د پروسس، کیفیت او تصدیق بهیر ارزونه وه. 
د سوېل لویدیځ زون د تخمونو تصدیق ورکولو امریت مسوولینو وویل، چې یاد شرکت د غنمو اصلاح شوي تخمونه د اړوندو معیارونو مطابق پروسس کوي او هڅه کوي، چې بزګرانو ته معیاري، باکیفیته او حاصل ورکوونکي تخمونه وړاندې کړي.
یادو مسؤلینو ټینګار وکړ چې د کرنې ریاست له لوري به د تخم شرکتونو څارنه او ارزونه دوامداره وي، څو بزګرانو ته شفاف، تصدیق‌شوي او د باور وړ تخمونه برابر شي.
د «بست اصلاح شوو تخمونو تولیدي شرکت» مسؤلینو د تخمونو تصدیق ورکولو آمریت له دا ډول لیدنو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، چې دوی د کرنې ریاست له لارښوونو سره سم، تخمونه پروسس کوي او د معیاري تولید لپاره خپله ژمنتیا ساتي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS