د کرنې وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړولو په پار څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو 

mail-admin
Tue, May 27 2025 4:28 PM
د کرنې وزارت د اراضۍ په لوی ریاست کې د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړولو په پار څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر شو 

۶غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۹ ذُوٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د  اراضۍ لوی ریاست مسؤلیو لخوا د ( کابل، لغمان، کونړ، نورستان، ننګرهار، دايکندي، فارياب، جوزجان، پروان، خوست، پکتیا، پکتیکا، بدخشان، تخار، کندز، بغلان، بلخ، سمنګان، باميان، غور، پنجشېر، سرپل او کاپيسا ) ولایتونو کارکوونکو ته د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکو بانک او د ځمکو اجارې  په برخه کې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د اراضۍ په عمومي رياست کې دایر شو.

په دې ورکشاپ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د اراضۍ ادارې د ځمکو د اجارې عمومي رییس ملا عبدالظاهر امين او د دغه ادارې د ټولو برخو رییسان، آمرین او همدارنګه د يادو ولايتونو د ځمکوالۍ په برخه کې آمرين او عمومي مدیرانو هم برخه اخیستې وه.
په پیل کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم له ولايتونو څخه راغلي آمرینو او کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه ویې ویل: «د خوښۍ ځای دی، چې له کلونو راهيسي په هېواد کې په بشپړه توګه امنيت تامين دی او ټول هېوادوال کولای شي چې په پوره ډاډ سره خپلې ورځنۍ چارې پرمخ يوسي. نو ستاسو مسوولیت دی، چې له دغه ډاډمن امنیت څخه استفاده وکړی او دغه ورکشاپ ته چې له لرې ولايتونو څخه راغلي ياست په پوره توګه متوجه او ګټه ترې پورته کړئ» 
نوموړي همداراز د دغه پروګرام په ارزښت او د ځمکوالۍ په برخه کې د کارمندانو د علمي کچې د لوړولو په پار يې هم خبرې وکړې.
ښاغلي مظلوم زیاته کړه: «له کلونو راهيسي په هېواد کې چې څومره ستونزې دي اکثريت يې د ځمکو پر سر دي نو دا ستاسو دنده ده چې دغو ستونزو ته د حل لاره پیدا او هغه ته د پای ټکی کېږدی».
نوموړي له ټولو ولايتي او مرکزي کارمندانو څخه وغوښتل، چې هېڅ کله هم له خپل ورسپارل شوي مسوولیت څخه ناوړه استفاده ونکړي او په خپلو دندو کې له پوره اخلاص او صداقت څخه کار واخلي.
د اراضۍ لوی رییس وویل: «نن چې کومه دنده موږ او تاسو ته راکړ شوی هغه امتیاز نه بلکې مسووليت دی، چې بايد په سمه توګه هغه ته متوجه شو او خپل مسووليت په ډېر اخلاص او صداقت سره پر مخ يوسو.»  نوموړي له ټولو آمرینو څخه وغوښتل، چې خپلې ستونزې او وړانديزونه دې په رسمي بڼه د اراضۍ ادارې مقام سره شریک کړي.
په پای کې د اراضۍ ادارې د سروې کدستر رییس مولوي محمد نبي عالمګيري هم په خپل وار خبرې وکړې او ټولو کارمندانو ته وويل: « تاسې د خپل ولایت په استازيتوب دلته راغلي یاست نو که له تاسو څخه خدای مکړه کومه تېروتنه کېږي د ټول ولايت او همدارنګه د ټولې اراضۍ د مسؤلینو او کارمندانو نوم درسره بدېږي او که تاسې خپل مسووليت په پوره ايماندارۍ پر مخ یوسی نو دا به د ټولې ادارې په ځانګړې توګه د مربوطه وزارت په نېک نامی تمام شي.»
نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل، چې کومې زدکړې دلته تاسو ته د ښوونکو او مسؤلینو لخوا تدريس کېږي هغه په خپلو ولايتونو کې نورو کارمندانو ته هم ور زده کړی ترڅو د ځمکو په برخه کې چې کومې ستونزې شته هغه لرې او ټول خپلو دندو ته په پوره توګه متوجه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS