امارتي ځمکو کې د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په موخه هڅې

user-admin
Wed, May 14 2025 6:42 PM
امارتي ځمکو کې د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت په موخه هڅې


۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال او د مخابراتي انتنونو د تثبیت کمېټې رئیس ملا آغا جان «حاجي سالم» په مشرۍ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا)، د مالیې وزارت او د افغان ټیلې‌کام امارتي شرکت د استازو په ګډون، د کرنې وزارت په مقر کې یوه ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د مرکزي کمېټې تر څار لاندې پر امارتي ځمکو د مخابراتي انتنونو د تشخیص او تثبیت لړۍ پیلولو اړوند، جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مخابراتي سایټونو د کرایې ورکولو لپاره د یو واحد میکانیزم د رامنځته کولو، د شته ستونزو د هوارولو، د اړوندو ادارو ترمنځ د لازمو همغږیو د رامنځته کولو او د انتنونو د تشخیص او تثبیت د لړۍ د ښه تطبیق پر موضوعاتو بحث او نظریات تبادله شول.
همداراز، د افغان ټیلي‌کام شرکت له خوا د امارتي ځمکو د کرایې د تخفیف غوښتنې او د مخابراتي خدمتونو د پراخولو په موخه د یادو ځمکو څخه ښې ګټې پورته کولو لپاره د مشرتابه مقام د حکم د پلي کولو څرنګوالي په اړه، خبرې وشوې.
د شویو پریکړو له مخې، دا لړۍ به د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په اوږدو کې د کرنې او مالیې وزارتونو او د اترا ادارې ترمنځ په همغږې توګه عملي شي، چې پکې به د انتنونو ځایونه تشخیص، قانوني تثبیت، اړوند ستونزو حل، د اړوندو قراردادونو تنظیم او د مخابراتي شرکتونو د پورونو او د امارتي ځمکو پورې اړوند شخړو هوارول شامل وي.


تلاش‌ها جهت تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی در زمین‌های امارتی 
۲۴ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
نشستی به ریاست ملا آغا جان «حاجی سالم»، معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و رئیس کمیته تثبیت آنتن‌های مخابراتی، با حضور نمایندگان اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا)، وزارت مالیه و شرکت امارتی افغان تیلی‌کام، در مقر وزارت زراعت برگزار شد.
این نشست بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله، مبنی بر آغاز روند تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی در زمین‌های امارتی در مرکز و ولایات کشور تحت نظارت کمیته مرکزی برگزار شد.
در این نشست، روی ایجاد میکانیزم واحد برای اجاره‌دهی سایت‌های مخابراتی، رفع مشکلات موجود، ایجاد هماهنگی لازم میان نهادهای مربوط و تطبیق بهتر روند تشخیص و تثبیت آنتن‌ها بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
همچنین در مورد تقاضای شرکت افغان تیلی‌کام برای تخفیف در اجاره زمین‌های امارتی و نحوه عملی‌سازی حکم مقام رهبری در استفاده بهینه از این زمین‌ها برای توسعه خدمات مخابراتی گفتگو شد.
بر بنیاد تصامیم اتخاذ شده، این روند در سال ۱۴۰۴ هـ.ش به‌گونه هماهنگ میان وزارت زراعت، وزارت مالیه و اداره اترا عملی خواهد شد و شامل تشخیص محل آنتن‌ها، تثبیت قانونی آن‌ها، رفع مقروضیت شرکت‌های مخابراتی، تنظیم قراردادهای مربوط و حل منازعات مرتبط با زمین‌های امارتی می‌باشد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS