خوست کې ۶۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو تخمونه، کیمیاوي سرې او د کار وسایل وویشل شول

mail-admin
Tue, May 13 2025 12:10 PM
خوست کې ۶۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو تخمونه، کیمیاوي سرې او د کار وسایل وویشل شول

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د تڼیو ولسوالۍ کرنیزو چارو مدیریت او د ځنګلونو بیارغونې او خوړو خوندیتوب پروژې په لړ کې، د دغه ولسوالۍ ۶۰ مستحقو بزګرانو ته د جوارو تخمونه، کیمیاوي سرې او د کار وسایل وویشل شول.
دغه توکي د کرنیزو چارو مدیریت تر مستقیم نظارت لاندې، د کمکۍ مڼې ځنګلونو ساتنې او سمون ټولنې استازیو په حضور کې پر بزګرانو ووېشل شول، چې په ترڅ کې یې هر بزګرته ۳.۵ کیلو ګرامه د جوارو تخم، ۱۰کیلو ګرامه یوریا کیمیاوي سر،پنځه کیلو ګرامه توره کیمیاوي سره، یوه دانه بیلچه، یوه دانه کشک، دوې دانې لورونه، یو ګوټک د رجې تار وېشل شوي دي.
د پروژې له مخې، هر بزګر مکلف دی چې لږ تر لږه په ۳۰۰ متره مربع ځمکه باندې جوار وکري. برسېره پر دې، بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې، مدیریت او د حاصل زیاتوالي په اړه عملي تریننګ هم ورکړل شو.
د کتاري کرنې موخه دا دی چې د پاشکې کرنې پر ځای، منظم او مؤثر کرنیز سیستم دود شي، څو بزګران وکولای شي له کمه ځمکه څخه زیات حاصل تر لاسه کړي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې دا ډول پروژې به دوام ومومي، څو د سیمې د بزګرانو اقتصاد پیاوړی او د خوړو خوندیتوب تضمین شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS