د کندهار دکرنې ریاست: د ۳۵ شنوخونو چارې په ښه ډول پر مخ روان دي

mail-admin
Tue, May 13 2025 9:26 AM
د کندهار دکرنې ریاست: د ۳۵ شنوخونو چارې په ښه ډول پر مخ روان دي

۲۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندې، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت پراختیایي بودیجې له لارې، د یو خصوصي ودانیز شرکت په تخنیکي همکاري او د کرنیزو چارو او طبیعي سرچینو آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د کندهار کښته میوند، لوړ میوند، ژړۍ، ډنډ، دامان او پنجوایي ولسوالیو کې د ۶ میلیونه ۴۴۰ زره افغانیو په ارزښت ۳۵ بابه شنې خونو جوړولو چارې پیل شوي دي، چې رغنیزې چارې یې په ښه ډول پرمخ روان دي.
ددغو شنوخونو له ډلې به ۸ په کښته میوند، ۷ په لوړ میوند، ۵ په ژړۍ، ۵ په ډنډ، ۵ په دامان او ۵ په پنجوایي ولسوالیو کې جوړې شي. هره شنه خونه به ۲۰ متره اوږدوالي او ۶ متره پراخوالي ولري. ترڅنګ به یې د اوبو مدیریت او زېرمې لپاره سیستم جوړ شي، چې دغه اوبو سیستم به د ۱۲۰۰ لیټره اوبو د زېرمه کولو ظرفیت ولري.
د کندهار د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجنیر نورمحمد همکار د شنو خونو جوړولو چارو څخه څارنه کوي او د څارنې پر مهال یې مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسراوي او بهبود لپاره اړینې سپارښتنې کړې، ترڅو د شنو خونو چارې په ښه توګه ترسره شي او په ښه کیفیت سره پر مخ ولاړې شي. نوموړي د څارنې ترڅنګ وویل، چې د شنو خونو جوړولو چارو پیل یې د ډنډ ولسوالی څخه کړی.
د یادو شنو خونو د جوړولو موخه د کوکنارو بدیل په بار اغېزمنه کرنه، په سړه موسم کې د سبو حاصلات ترلاسه کول، میکانیزه کرنې ته وده ورکول، د بزګرانو ملاتړ، د هغوی اقتصادي وضعیت پیاوړی کول او په ټولو موسمونو کې بزګرانو ته د کار زمینه برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست د هرې پروژې څخه پر وخت او ښه ډول څارنه کوي او هڅه کوي، چې چارې یې په ښه ډول ترسره شي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS