د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې تخنیکي غونډه دایره شوه

mail-admin
Wed, May 07 2025 2:38 PM
د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې تخنیکي غونډه دایره شوه

۱۷ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیالۍ کې د کرنې سکتور د مسلکي چارواکو په ګډون یوه تخنیکي غونډه دایره شوه.
دغه غونډه د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ او د مسلکي برخو د رئیسانو او تخنیکي سلاکارانو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر مهمو او اساسي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې.
د غونډې پر مهال د مالدارۍ سکتور پراختیا، د کرنیزو تولیداتو د ښې ساتنې په موخه د سړو خونو جوړول، د لبنیاتو او چرګانو د غوښې تولید زیاتول، او د کرنیزو او ترویجي کمپلکسونو جوړولو په څېر مسلو په اړه بحث وشو، او د یادو برخو د ښه والي او پراختیا لپاره حل لارې وړاندې شوې.
همدارنګه، حاضر رئیسانو او سلاکارانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او د لاسته راوړنو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات شریک کړل.
د ناستې په پای کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او د کرنیزو او مالدارۍ برنامو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وکړ.

نشست تخنیکی در معینیت زراعت و مالداری برگزار شد
۱۷ ثور ۱۴۰۳ هـ.ش
نشست تخنیکی با حضور مسئولان مسلکی سکتور زراعت، در معینیت زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
این نشست به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، و با اشتراک رؤسای بخش‌های مسلکی و مشاوران فنی دایر شد که در آن روی موضوعات مهم و اساسی در بخش زراعت و مالداری بحث همه‌جانبه صورت گرفت.
در جریان این جلسه، موضوعاتی چون توسعه سکتور مالداری، ایجاد سردخانه‌ها به هدف نگهداری بهتر محصولات زراعتی، افزایش تولید لبنیات و گوشت مرغ، اعمار کمپلکس‌های زراعتی و ترویجی مورد بررسی قرار گرفت و راهکارهایی برای بهبود و گسترش این بخش‌ها ارائه شد.
همچنان، رؤسا و مشاوران حاضر در جلسه، گزارش‌های کاری خویش را ارائه کردند و در زمینه دستاوردها، چالش‌ها و برنامه‌های آینده معلومات مفصل ارائه نمودند.
در پایان جلسه، معین زراعت و مالداری بر هماهنگی بیشتر میان ادارات مربوطه و تسریع در تطبیق برنامه‌های زراعتی و مالداری تأکید کرد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS