د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټيکا بنسټ له رییس سره وکتل

mail-admin
Sun, May 04 2025 11:22 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ټيکا بنسټ له رییس سره وکتل

۱۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په خپل دفتر کې د ترکیې د مرستو د همغږۍ بنسټ (ټیکا) له رییس، فاضل ارګین اردوغان، سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، د ټيکا رییس د دې بنسټ د راتلونکو پروګرامونو په اړه چې د هېواد په سویلي ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې ترسره کېږي، معلومات وړاندې کړل، چې د کرنې وزارت د مرستیال له تود هرکلي سره مخ شول.
د ښاغلي اردوغان د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د کندهار ولایت په نوروزي فارم کې ۵۰۰ جریبه لمرګلی وکرل شي. همدارنګه،  په نږدې ورځو کې به د پکتیا په ولایت کې ۳۰۰ متریک ټنه ظرفیت لرونکې سړه خونه جوړه شي.
د ټيکا رییس دغه راز وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به دغه بنسټ د کندهار، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې د لمرګل د تېلو د پروسس فابریکې جوړې کړي.
د ټيکا بنسټ مشر همداراز ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د دې ادارې له خوا په کندهار، نیمروز او هلمند ولایتونو کې د لمرګل د تېلو د پروسس فابریکې جوړې شي..
دغه لیدنه د هېواد د کرنې په برخه کې د تخنیکي همکاریو او پانګونې د پراختیا په لور یو مهم ګام ګڼل کېږي.


دیدار معین زراعت و مالداری با رئیس بنیاد تیکا 
۱۴ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با فاضل ارگین اردوغان، رئیس بنیاد هماهنگی کمک‌های ترکیه (تیکا) در افغانستان دیدار و گفت‌وگو کرد.
در این دیدار، رئیس بنیاد تیکا از برنامه‌های آینده این نهاد در بخش زراعت و مالداری در ولایت‌های جنوبی کشور معلومات ارائه کرد که با استقبال گرم معین وزارت زراعت روبه‌رو شد.
بر اساس معلومات ارائه‌شده از سوی آقای اردوغان ، قرار است به زودی ۵۰۰ جریب گل آفتاب‌پرست در فارم نوروزی ولایت کندهار کشت شود. همچنین، در روزهای نزدیک کار ساخت یک سردخانه با ظرفیت ۳۰۰ متریک تُن در ولایت پکیتا آغاز می‌شود.
رئیس بنیاد تیکا همچنان وعده سپرد که در آینده نزدیک، دفتر این نهاد در ولایت‌های کندهار، نیمروز و هلمند فابریکه‌هایی برای پروسس روغن گل آفتاب‌پرست احداث خواهد کرد.
این دیدار گامی در جهت گسترش همکاری‌های تخنیکی و سرمایه‌گذاری در بخش زراعت کشور

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS