کابل کې د کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون د جوړولو په موخه د چمتووالي غونډه دایره شوه

mail-admin
Tue, Apr 29 2025 9:46 AM
کابل کې د کرنیزو محصولاتو دوه دېرشم نندارتون د جوړولو په موخه د چمتووالي غونډه دایره شوه

د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د ۳۲م نندارتون د بریالي ترسره کېدو په موخه، یوه غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست او د اوبو لګولو او مالدارۍ مرستیال مولوي باز محمد فیضان په مشرۍ د اړوندو رییسانو او مسوولینو په ګډون په کابل کې ترسره شوه.
ټاکل شوې، دغه نندارتون د روان کال د غویي له ۱۱مې تر ۱۴مې نېټې پورې د کابل بادام باغ په ساحه کې جوړ شي.
په دې ناسته کې د نندارتون د سم مدیریت لپاره د رسنیو، امنیت، ترانسپورت، څارنې، دعوت او ارشاد، تشریفاتو، مالي او تدارکاتي کمېټې جوړې شوې.
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال دغه نندارتون د اسلامي امارت لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او د دې نندارتون موخه یې د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره د سوداګریزو فرصتونو رامنځته کول وښودل.
دغه نندارتون به د تولیدوونکو، سوداګرو او مصرفوونکو ترمنځ د اړیکې یو پل وي او سږ کال به د «د کرنې او مالدارۍ ملاتړ، ستاسې د روغتیا او اقتصادي ودې ضامن دی» تر شعار لاندې جوړ شي.


جلسه‌ی آمادگی برای برگزاری سی‌ودومین نمایشگاه محصولات زراعتی در کابل برگزار شد
به هدف برگزاری موفقانه سی‌ودومین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری، جلسه‌ای به ریاست مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و مالداری و کفیل وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور رییسان و مسوولان مربوط در کابل دایر گردید.
این نمایشگاه از تاریخ ۱۱ الی ۱۴ ثور سال جاری در بادام‌باغ کابل برگزار خواهد شد. در این نشست، کمیته‌های اطلاع‌رسانی، امنیتی، ترانسپورت،  نظارت، دعوت و ارشاد، تشریفات و مالی و تدارکاتی تعیین گردید تا روند برگزاری نمایشگاه به گونه‌ی درست مدیریت شود.
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، برگزاری این نمایشگاه را یک دست‌آورد مهم برای امارت اسلامی دانسته و هدف از آن را حمایت از دهاقین، مالداران و ایجاد فرصت‌های تجاری برای تاجران داخلی و خارجی عنوان کرد.
این نمایشگاه به عنوان پل ارتباطی میان تولیدکنندگان، تاجران و مصرف‌کنندگان برگزار می‌شود و امسال با شعار «حمایت از زراعت و مالداری، ضامن صحت و رشد اقتصاد شماست» راه‌اندازی خواهد شد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS