کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د تشخیص په موخه معیاري لابراټوار پرانیستل شو

mail-admin
Tue, Apr 22 2025 12:54 PM
کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د تشخیص په موخه معیاري لابراټوار پرانیستل شو

۲ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لومړي ځل لپاره د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کتنې معیاري لابراټور پرانیستل شو، چې په دې توګه به بهر ته د مېوو او نورو کرنیزو محصولاتو لېږد معیاري شي.
دغه لابراټوار د کندهاردکرنې ریاست په همغږۍ او د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همکارۍ د تازه او وچو مېوو، حبوباتو او نورو کرنیزو محصولاتو کیفیت ارزونې په موخه د نهو میاشتو په موده کې د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کندهار ولایت مرستیال والي الحاج ملا محمد انقلابي، د صادراتو د پراختیا عمومي رییس سید عظیم مصطفی هاشمي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس الحاج محمد صدیق مهمند، د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسا، د امارتي ادارو یو شمېر مسؤلینو او ملي سوداګرو ګډون کړی و.
د یاد لابراټوار په پرانیست غونډه کې د کندهار مرستیال والي الحاج ملا محمد انقلابي وویل:«دا هېواد زموږ د ټولو دی، او هیله ده چې هر څوک د هېواد د پرمختګ لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي.» نوموړي د سوداګرو رول په صادراتو کې مهم وباله او د بشپړې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د پرانیستې په مراسمو کې الحاج محمد صدیق مهمند د ا..ا..ا او د کرنې ریاست څخه مننه وکړه، چې له دوی سره یې همکاري کړې، او پر دې یې ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې باید د صادراتو کچه لا پسې لوړه شي.
همداراز دکندهار دکرنې ریاست د کرنیزو چارو آمر مولوي شمس الرحمن موسا یاد لابراټوار د هېواد د پرمختګ لپاره ارزښتناک وباله او د کرنې ریاست له لورې یې د همکاري ډاډ ورکړ. 
هغه وویل، چې کندهار د هېواد په کچه کرنیز ولایت دی چې وچه او تازه مېوه یې ښه شهرت لري او په پراخه کچه بهر ته صادرېږي.
دی وايي، په همدې بنسټ په کندهار کې دغسې یوه مرکز ته اړتیا لیدل کېده څو د مېوو او کرنیزو توکو کیفیت په کې وکتل شي او د نړیوال سرټیفیکيټ په لرلو بهر ته صادر شي.
د ده په خبره، په دې توګه به د کندهار کرنیز محصولات او مېوې په بهرنیو مارکېټونو کې خپل اعتبار او باور ډېر کړي او لا ښه بازار به پیدا کړي چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي.
د چارواکو په خبره په کندهار کې به د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د کتنې لابراټوار په جوړېدو سره د کرنیزو محصولاتو او مېوو سوداګري معیاري شي او وده به وکړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS