د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

user-admin
Mon, Apr 21 2025 2:30 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال، د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل


۱ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپل دفتر کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر علیرضا بیکدلي او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا بحث وکړ او د همکاریو د دوام او د ګډو پروګرامونو د تطبیق ژمنه یې څرګنده کړه.
د ناستې په پیل کې، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ایران د پلاوي حضور ته ښه راغلاست ووایه او د ایران له خوا د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکارۍ پر لېوالتیا خوښي وښوده.
د ایران سفیر علیرضا بیکدلي وویل، چې هېواد یې د غوښې او کرنیزو محصولاتو د وارداتو اړتیا لري او زیاته یې کړه: «اوس مهال موږ ان له لرو پرتو هېوادونو لکه امریکا نه هم غوښه واردوو، خو غوره دا ده، چې دغه محصولات له ګاونډي او دوست هېواد افغانستان، څخه واخلو.» نوموړي همداراز د ګډې همکارۍ د یوه کمېسیون د جوړېدو، د ایران‌اکسپو ۲۰۲۵ نندارتون کې د افغانستان د ګډون او د څارویو د نسل‌ اخیستنې، مسلخونو جوړولو، کرنتین، صادراتو او وارداتو، پانګونې او د عصري اوبو لګولو سیستمونو په برخو کې د همکارۍ لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.
وروسته د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت اقتصادي او سوداګریزو کارپوهانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته همکاریو او پرمختګونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ایران هېواد له تېرې همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان له خوا ایران ته د غوښې د صادراتو پر موضوع دا مهال اقتصادي ارزونې روانې دي. هغه زیاته کړه: «په تېرو درې کلونو کې د کوکنارو د کر کیلې د بندېدو لپاره جدي هڅې شوې دي. اوس اړتیا ده، چې له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت پروګرامونه پیاوړي شي، ترڅو هم د افغانستان اقتصاد غښتلی شي او هم ګاونډي هېوادونه د نشه‌یي توکو له قاچاق څخه خوندي پاتې شي.»
د ناستې په پای کې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې رییس خان محمد فروتن وویل، چې اوس ښه نظم او د پانګونې لپاره مناسب شرایط برابر شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنیکي همکاریو د پراخېدو غوښتنه یې وکړه.
دغه غونډه د دواړو لوریو ترمنځ د ډالیو په تبادلې پای ته ورسېده، چې پکې د ایران او افغانستان کرنیز محصولات شامل وو.

دیدار معین زراعت و مالداری با سفیر جمهوری اسلامی ایران در افغانستان
۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی، سفیر جمهوری اسلامی ایران در افغانستان، و هیئت همراه وی دیدار و گفتگو کرد.
در این دیدار، دو طرف روی همکاری‌های مشترک در بخش انکشاف زراعت و مالداری بحث کردند و تعهدشان را به ادامه همکاری‌ها و اجرای برنامه‌های مشترک اعلام نمودند.
در آغاز نشست، مولوی  صدراعظم عثمانی از حضور هیئت جمهوری اسلامی ایران استقبال کرد و ضمن خوش‌آمدگویی، از علاقه‌مندی ایران به همکاری در بخش‌های زراعتی و مالداری ابراز رضایت نمود.
علیرضا بیکدلی، سفیر ایران، در صحبت‌هایش بر نیاز این کشور به واردات گوشت و محصولات زراعتی تأکید کرده گفت: «در حال حاضر حتی از کشورهای دوردست مانند امریکا گوشت وارد می‌کنیم، اما ترجیح می‌دهیم این محصولات را از کشور همسایه و دوست، افغانستان، خریداری کنیم.» وی همچنین از آمادگی کشورش برای ایجاد کمیسیون مشترک همکاری‌ها، شرکت افغانستان در نمایشگاه ایران‌اکسپو ۲۰۲۵، و همکاری نزدیک در بخش‌هایی چون نسل‌گیری حیوانات، ایجاد مسلخ‌ها، قرنطینه، صادرات و واردات، سرمایه‌گذاری و سیستم‌های نوین آبیاری خبر داد.
در ادامه، کارشناسان اقتصادی و تجارتی سفارت جمهوری اسلامی ایران نیز از فعالیت‌ها و پیشرفت‌های دو جانبه گزارش ارائه کردند.
سپس معین زراعت و مالداری ضمن قدردانی از همکاری‌های گذشته، تأکید کرد که روی صادرات گوشت به ایران در حال حاضر بررسی‌های اقتصادی توسط کارشناسان جریان دارد. وی همچنان افزود: «در سه سال گذشته، تلاش جدی برای توقف کشت کوکنار صورت گرفته است. حالا نیاز است تا در همکاری با کشورهای همسایه، بدیل معیشت برای دهقانان ترویج شود تا هم اقتصاد داخلی تقویت گردد و هم کشورهای همسایه از آسیب قاچاق مواد مخدر مصون بمانند.»
در پایان، خان محمد فروتن، رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان، از نظم موجود و فراهم شدن زمینه‌های مناسب برای سرمایه‌گذاری سخن گفت و خواستار افزایش همکاری‌های اقتصادی و فنی میان دو کشور شد.
این مجلس با تبادله تحایف از هر دو جانب که شامل محصولات زراعتی ایران و افغانستان بود، به پایان رسید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS