ننګرهار کې د خصوصي سکټور له لورې د کرل شویو غنمو د پلټنې دویم پړاو پیل شو

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت تخنیکي ټیم له لوري دهلال ګروپ د کرل شویو غنمو د پلټنې دویم پړاو پیل شو.
دغه پلټنه د تصدیق د ورکړې امریت تخینکي غړیو، انجینر وحیدالله بهسودي او انجینر هارون اکرم پر داسې مهال ترسره کړ چې د هلال ګروپ د ختیځ زون سیمه ییز مسؤل ډاکټر عبدالغفار لودین له لوري ورته د کر په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
ډاکټر عبدالغفار لودین د خپلو خبرو پرمهال وویل: «د لومړني پلټنې پرمهال د ننګرهار د کرنې ریاست تخینکي مسولینو له لوري سپارښتنې یې عملي کړي، دویم دوز سرې د شیندلو لړۍ روانه ده او د هرزه ګیاوو د کنټرول په موخه درمل پر خپل وخت استعمال شوې ده.»
د تصدیق د ورکړې امریت غړي انجینر وحیدالله بهسودي د کرل شویو غنمو وضعیت ښه ارزوه او د لا ښه والي په موخه یې اړونده برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
هلال ګروپ چې د اصلاح شویو تخمونو د تولید په برخه کې اوږده مخینه لري یو وار بیا یې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د تولید په موخه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې کر ترسره کړی، چې هېوادوالو ته به یو وار بیا په پراخه پیمانه په ټولو معیارونو برابر او ښه تخم وړاندې کړي.