کندهار کې د ماهیانو بچیو د تولید فارم جوړیږي

content_admin
Wed, Dec 04 2019 2:42 PM
 کندهار کې د ماهیانو بچیو د تولید فارم جوړیږي


۱۳ لېندۍ ۱۳۹۸
کندهار کې د کبانو فارمونه په بې سارې توګه وده کړې او په تېرو اتو کلونو کې په دغه ولایت کې د کبانو روزنې څه باندې یو زر او ۵۰۰ بابه لوی او کوچني فارمونه جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په کندهار کې د کبانو روزنې شته فارمونه د کال شپږ زره ټنه غوښه تولیدوي، چې د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته صادرېږي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ ملي برنامه «NHLP» ددې ولایت د کبانو روزنې د فارم لرونکو د ملاتړ په پار په یاد ولایت کې د ماهیانو بچیو د تولید فارم «هیچري» جوړلو چارې رسماً پیل کړ.
دغه پروژه ددې ولایت په دامان ولسوالۍ کې د اووه میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو میاشتو په ترڅ کې پلي کیږي.
د کندهار د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۸ یم کال کې په دې ولایت کې د کبانو روزنې د فارمونو د پراختیا په پار یوشمېر پروژې په پام کې نویل شوي وې، چې په دغو پروژو کې د کبانو د هیچري جوړول، پر فارم لرونکو د کبانو بچي وېشل او د کبانو روزنې نوي فارمونه جوړول شامل و.
په کندهار کې درې ډوله کبان «معمولي کارپ Common Carp، سلور یا سپین زر کارپ Silver Carp او واښه خوړونکي ګراس کارپ Grass Carp » روزل کېږي، چې تر نورو هغو یې پایلې ښې دي.
د چارواکو په خبره که دغلته د کبانو د فارمونو جوړولو لړۍ همداسې چټکه روانه وي نو په نږدې راتلونکې به کندهار د کبانو په يو لوى توليدوونکی ولايت بدل شي.
په افغانستان کې د کب روزنې د فارمونو شمېر دوه زرو ته رسیږي، چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونوکې شتون لري او له دغو فارمونو څخه په کال کې څه باندې ۱۰ زره ټنه کبان تولیديږي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS