د هلمند دکرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د پسرلنیو کرنیزو فعالیتونو چټک بهیر دوام لري

mail-admin
Sun, Apr 13 2025 10:16 AM
د هلمند دکرنې ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د پسرلنیو کرنیزو فعالیتونو چټک بهیر دوام لري

د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د څېړنو لوی مدیریت له لوري د بولان څیړنیز فارم کې د پسرلنیو کرنیزو فعالیتونو لړۍ پیل شوې ده.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د یاد فارم په سیمه کې د لیګومي او صنعتي نباتاتو لکه ممپلۍ، کنځلې، لمر ګل، لوبیا او پنبې کرنه د پلان له مخې عملي شوې ده.
همدارنګه، د سبو په برخه کې لکه بنډۍ، بانجان، رومیانو او پیازو کرکیله هم له پلان سره سم ترسره شوې ده.
په ورته مهال، د مېوو برخه کې د انارو او انګورو د قوریو خشاوه چارې روانې دي، ترڅو دبڼوالۍ سکتور ته لا پراختیا ورکړل شي.
بل‌خوا، د انګورو بڼونو کې د کوپراویټ بلو درملو استعمال دوام لري، چې موخه‌یې د حاصل خوندیتوب او د آفتونو مخنیوی دی.
باید وویل شي، چې دا فعالیتونه به د سیمې د کروندګرو لپاره د نوېو تجربو او عملي زده‌کړو لپاره یوه مهمه سرچینه وي، او په راتلونکې کې به د لا غوره حاصل د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS