لغمان کې د څارویو سرشمېرنه پیل شوه

mail-admin
Sun, Apr 13 2025 10:13 AM
لغمان کې د څارویو سرشمېرنه پیل شوه

د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي مرسته په لغمان کې د څارویو ملي سرشمېرنه عملاً پیل شوه.
یاده سر شمیرنه به د ۳۵ وترنر ډاکټرانو پرمت، ددې ولایت دمرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د څارویو شمېر معلومولو، وضعیت ارزولو او داړتیا په وخت کې د بېړنیو مرستو رسولو په موخه سروې ترسره کوي.
په همدې موخه د لغمان د کرنې ریاست د عشراو زکات راټولولو امر او د کرنې ریاست سرپرست قاري ذبیح الله هشام  له لوري یادو وترنر ډاکټرانو سره د کرنې په ریاست کې دهمغږۍ ناسته وشوه اوهغوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې دغه چاره په پوره دقت او د اصولو مطابق ترسره کړي.
ښاغلي هشام د څارویو سر شمېرنه د مالدارۍ سکتور په پیاوړتیا کې مهمه وبلله.
دیادولو وړده، چې وړاندې تر دې د مالدارۍ کره شمېره موجود نه وه خو ددې سروې په بشپړېدو سره به دمالدارۍ بشپړ ارقام موجود وي، چې دمحصلینو ترڅنګ په نورو احصایوي برخو کې به وکارول شي

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS