د خوست مرکزي بڼ کې د تنظیم چارې پیل شوې

د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او کرنتین عمومي مدیریت کارمندانو لخوا د دې ریاست مرکزي بڼ په اړوندو ساحو کې د بڼ د تنظیم، هوار کارۍ او پلاټ بندۍ چارې پیل شوې.
ددې پروګرام موخه د بڼ تنظیم او د شاړو ځمکو آبادول ښودل شوي دي.
د خوست کرنې ریاست وایي، دا پروګرام د بڼوالۍ پرمختګ او د افتونو د اغېزو کمولو لپاره اغېزناک ګام دی، چې د سیمهییزو بڼوالو لپاره به ډېر ګټور وي.