د سپين خوړ محافظوي پولو د بیا رغونې چارو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
Mon, Apr 07 2025 10:16 AM
د سپين خوړ محافظوي پولو د بیا رغونې چارو څخه لیدنه وشوه

۱۸ وری ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي د درېیم فارم د بلاکونو ترمنځ د سپين خوړ محافظوي پولو د بیارغونې روانو چارو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د کار د پرمختګ لپاره اړوند مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او د ماشین چلوونکو هڅونې لپاره یې هغوی ته نغدي ډالۍ هم ورکړې.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي د درېیم فارم اړوند د پنځم او شپږم بلاکونو ترمنځ د سپين خوړ تخریب شويو محافظوي پولو د بیا ترمیم، جوړولو او د رسوباتو پاکولو له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې له نوموړي سره د درېیم فارم د کرنې عمومي مدیر انجنیر عتیق‌الله او ځینو نورو مسؤولینو هم ملتیا کوله. د لیدنې پر مهال اجرائیوي رئیس د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
همداراز، نوموړي د ۲۳م او ۲۴م نمبر ویالو څخه هم د اوبو د تنظیم او مدیریت په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ، تر څو اوبه کرنیزو سیمو ته په عادلانه او مؤثر ډول ورسېږي.
د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د کروندګرو د خدمت او د کرنیزو چارو د پیاوړتیا لپاره ژمن دی او هڅه کوي چې د اوبو مدیریت، محافظوي جوړښتونه او کرنیز خدمات لا زیات منظم کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS