پکتیا کې بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول

د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په مرکز ګردیز کې د «او،آرډي» مؤسسې په همکارۍ، چې مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» پر غاړه لري، ۲۷۰ بزګرانو ته د مڼو نیالګي ووېشل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیمزی وویل، چې د «او،آرډي» موسسې په همکارۍ د دی ولایت په مرکز ګردیز کې ۲۷۰ تنه بزګرانو ته د مڼو نیالګي وویشل شوې، چې په ترڅ کې یې هر بزګر ته د مڼو ۱۰ نیالګي ورکړل شوي.
دغه راز بزګرانو ته د بڼونو د جوړولو او اوبو لګولو اړوند ضروري معلومات هم ورکړل شول، ترڅو د نیالګیو د ښې ودې او حاصل زیاتوالي ته زمینه برابره شي.