د کندهار تخته پل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې پیل شوې

user-admin
Tue, Mar 18 2025 11:47 AM
د کندهار تخته پل کې د پنځو حوضونو رغنیزې چارې پیل شوې


۲۸ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پل ولسوالی په څادرګه، تنګي او یو شمېر نورو کلیو کې د اته سوه زره افغانیو په ارزښت د اوبو د پنځو حوضونو جوړولو چارې پیل شوې، رغنیزې چارې به یې د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کندهار دکرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت انجینر نورمحمد همکار وویل، چې د یادو حوضونو تخنیکي سروی بشپړه شوې او اوس یې رغنیزې چارې عملاً پیل شوې. نوموړی زیاته کړه، چې دغه حوضونه به ۴۰ متره اوږدوالی، ۳۰ متره سور او ۱.۵ متره ژوروالی ولري، او ټول به په مستطیل بڼه جوړ شي.
ددغو حوضونو جوړولو څخه موخه د کوچیانو څارویو لپاره د اوبو زېرمه کول دي، ترڅو د یادو سیمو کوچیان وکولای شي د دغو حوضونو له زېرمه شویو اوبو څخه د خپلو څارویو د اوبه کولو لپاره ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له راتګ سره، د کرنې او مالدارۍ سکتور ته ځانګړې پاملرنه شوې، په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي، چې له امله یې په کندهار کې کرنه او مالدارۍ د پام وړ وده کړې.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS