د هلمند مرکز لښکرګاه کې دڅارویوحلال ځایونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
Sun, Mar 16 2025 1:56 PM
د هلمند مرکز لښکرګاه کې دڅارویوحلال ځایونو څخه څارنه وشوه

۲۶ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ خدمتونو او څارويو روغتيا آمر مولوي محمدعمر ابویاسر په لارښودنه د اړوند مسلکي کارکوونکو له لوري مرکز لښکرګاه بولان سیمه کي دڅارویو حلال ځایونو (مذبح) څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه. 
د دغه څارنې او ارزونې په ترڅ کې قصابانو ته د حفاظتي وسایلو کارولو، د روغتیا له مخې د سالمو حیواناتو او په دوامداره توګه په مسلخ (مذبح) کې د څارویو د حلالولو توصیه وشوه.
ددې ترڅنګ یادو قصابانو ته د ساري ناروغیو د لېږد مخنیوي په برخه کې لازمې توصیې وشوې.
همدا راز د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر خپلو مسلکي کارکوونکو ته لارښونه وکړه، تر څو هره ورځ هغه څاروي، چې د قصابانو له لورې حلالېږي لومړی یې د صحت معاینات ترسره او بیا ورته د حلالولو اجازه ورکړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS