د کرنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو 

mail-admin
Tue, Mar 11 2025 1:54 PM
د کرنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو 

۲۱ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او  لوړو زده‌کړو وزارت ترمنځ د څېړنیزو تجربو د شریکولو او د محصلینو لپاره د عملي کار زمینې برابرولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه‌لیک د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري او د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم ترمنځ، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند حاجي سالم، د کرنې وزارت ځینو رئیسانو او د بېلابېلو برخو متخصصینو په حضور کې لاسلیک شو.
د تفاهم‌لیک د لاسلیک مراسمو کې، د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د موجوده ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه:«د افغانستان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، خو سره له ډېرو هڅو، لږ حاصل ترلاسه کوي. اصلي لامل یې دا دی چې متخصصینو خپل څېړنیز معلومات بزګرانو ته نه دي انتقال کړي. لا هم زموږ بزګران په دودیز ډول کار کوي، چې د تولیداتو کچه یې ټیټه ده. له همدې امله، د کرنې وزارت د لوړو زده‌کړو وزارت متخصصینو ته جدي اړتیا لري، ځکه چې دوی کولای شي په ټولو برخو کې ظرفیت لوړ کړي. که په کرنې وزارت کې ظرفیت لوړ شي او مثبت بدلون راشي، نو دا به د ټول افغانستان پر اقتصاد مثبت اغېز وکړي، ځکه چې ټول خلک کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري».
د کرنې وزیر د کرنې وزارت په چوکاټ کې د لابراتواري اسانتیاوو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې دا لابراتوارونه د لوړو زده‌کړو وزارت استادانو او محصلینو ته د عملي زده‌کړو لپاره برابر دي. هغه د دواړو وزارتونو ترمنځ د ګډو څېړنو، د کرنې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د مرکز او ولایتونو په کچه د ګډو څېړنیزو کمېټو جوړولو او د کرنې وزارت لپاره د تخنیکي پلانونو په چمتو کولو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د متخصصینو د مرستې غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم د کرنې ارزښت او د کرنې وزارت رول ته اشاره وکړه او د دواړو وزارتونو ترمنځ پر پراخې همکارۍ یې ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه:«موږ ژمن یو چې د امکان تر حده له کرنې وزارت سره بشپړه همکاري وکړو. په دې تفاهم‌لیک کې د هر وزارت دندې مشخصې شوي دي. موږ کولای شو علمي موضوعات، چې تدریسوو، د کرنې وزارت په همکارۍ عملي کړو. زموږ محصلین به هم عملي زده کړې وکړي، ځکه چې موږ ستاسو په څېر لابراتوارونه نه لرو، نو له همدې امله دا همکاري زموږ لپاره ډېره ارزښتناکه ده».
د لوړو زده‌کړو وزیر د کرنې وزیر وړاندیزونه تایید کړل او د دواړو وزارتونو ترمنځ د صادقانه همکارۍ ډاډ یې ورکړ. نوموړي د خپل وزارت ټولو مرکزي او ولایتي رییسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کرنې وزارت سره پراخه همکاري ولري.
وروسته، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د یاد وزارت لابراتوارونو او اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او د لوړو زده‌کړو وزارت محصلینو ته یې د عملي زده کړو د زمینې برابرولو یادونه وکړه.
همدارنګه، د کابل پوهنتون رییس ډاکتر اسامه عزیز د کرنې د اهمیت او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د دې تفاهم‌لیک ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا تفاهم‌لیک به د کرنې د ودې او د عملي زده کړو د پراختیا لپاره مهم ګام وي.
دا هوکړه‌لیک، چې درې فصلونه او یوولس مادې لري، د علمي، څېړنیزو، تعلیمي او ظرفیت لوړونې فعالیتونو او د تخصصي او متعهد بشري ځواک روزنې لپاره لاسلیک شو، تر څو د هېواد د دیني او ملي ارزښتونو د اعتلا لپاره ګټور تمام شي.

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و وزارت تحصیلات عالی
۲۱ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و وزارت تحصیلات عالی امارت اسلامی افغانستان پیرامون شریک‌سازی تجارب تحقیقاتی و فراهم‌سازی زمینه کارهای عملی برای محصلین به امضا رسید.
این تفاهم‌نامه میان مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و شیخ ندا محمد ندیم وزیر تحصیلات عالی، با حضور مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع طبیعی، ملا آغاجان آخند حاجی سالم معین مالی و اداری وزارت زراعت و شماری از رؤسا و متخصصین بخش‌های مختلف وزارت زراعت به امضا رسید.
در مراسم امضای این تفاهم‌نامه، مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون ظرفیت‌های موجود در بخش زراعت و مالداری افغانستان صحبت کرده و افزود: "مردم افغانستان بیشتر مشغول زراعت و مالداری هستند، اما باوجود تلاش‌های زیاد، حاصل کمتری به دست می‌آورند، زیرا متخصصین نتوانستند نتیجه تحقیقات‌شان را به دهاقین انتقال دهند. اکنون نیز دهاقین کشور کارشان را به شکل سنتی پیش می‌برند و بهره‌وری کمتری دارند. بنابراین، وزارت زراعت نیاز جدی به متخصصین وزارت تحصیلات عالی دارد، زیرا آنان می‌توانند در تمام بخش‌ها ظرفیت را بلند ببرند. اگر در وزارت زراعت ظرفیت بلند برده شود و تغییر مثبتی ایجاد گردد، در تمام افغانستان تأثیر مثبت خواهد گذاشت، زیرا همه مردم کشور نیازمند محصولات زراعتی هستند."
همچنین وزیر زراعت از فراهم‌بودن امکانات لابراتواری در وزارت زراعت جهت انجام کارهای عملی برای استادان و محصلین وزارت تحصیلات عالی سخن گفته و خواستار همکاری وزارت تحصیلات عالی در زمینه تحقیقات دوجانبه میان متخصصین وزارت زراعت و تحصیلات عالی، ارتقای ظرفیت کارمندان وزارت زراعت، ایجاد کمیته مشترک تحقیقاتی با حضور متخصصین دو وزارت در مرکز و ولایات، و همکاری متخصصین و استادان وزارت تحصیلات عالی در بخش تهیه پلان‌های تخصصی در وزارت زراعت شد.
در همین حال، شیخ ندا محمد ندیم وزیر تحصیلات عالی پیرامون اهمیت زراعت و نقش وزارت زراعت در کشور سخن گفته و بر همکاری میان این دو وزارت تأکید کرد. وی افزود: "ما تعهد می‌کنیم که در حد توان به‌گونه کامل با وزارت زراعت همکاری کنیم. در این تفاهم‌نامه، وظایف هر وزارت مشخص شده است. ما می‌توانیم موضوعات علمی را که تدریس می‌کنیم، به‌گونه عملی با همکاری وزارت زراعت تطبیق نماییم. محصلین ما نیز به شکل عملی می‌آموزند، درحالی‌که ما لابراتوارهای شما را نداریم، بنابراین این همکاری از جانب شما برای ما بسیار ارزشمند است."
همچنین وزیر تحصیلات عالی پیشنهادات وزیر زراعت را تأیید کرده و از همکاری صادقانه با وزارت زراعت سخن گفته و به تمام رؤسای مرکزی و ولایتی آن وزارت توصیه کرد که همکاری همه‌جانبه‌ای با وزارت زراعت داشته باشند.
در ادامه، مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، درباره لابراتوارها و امکانات این وزارت برای فراهم‌سازی زمینه کارهای عملی برای وزارت تحصیلات عالی سخنرانی کرد.
همچنین داکتر اسامه عزیز، رئیس پوهنتون کابل، در مورد اهمیت زراعت در رشد اقتصادی کشور صحبت کرده و امضای این تفاهم‌نامه را گامی مهم در راستای رشد زراعت و تحصیلات عملی در این بخش عنوان کرد.
این تفاهم‌نامه در سه فصل و یازده ماده، به‌منظور استفاده حداکثری از ظرفیت‌های تخصصی و علمی طرفین، در راستای انجام فعالیت‌های علمی، تحقیقی، آموزشی، ارتقای ظرفیت، و تقدیم نیروی بشری متخصص و متعهد به ارزش‌های دینی، ملی و اعتلای کشور به امضا رسیده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS