امارتي ځمکو کې د مخابراتي انتنونو تشخیص او تثبیت

user-admin
Tue, Mar 11 2025 9:26 AM
امارتي ځمکو کې د مخابراتي انتنونو تشخیص او تثبیت

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر اساس، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیالۍ په پام کې لري، چې په مرکز او ولایتونو کې په امارتي ځمکو کې ټول مخابراتي انتنونه تشخیص او تثبیت کړي.
په همدې موخه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په مالي او اداري معینیت کې د مالي او اداري مرستیال، ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» په مشرۍ، یوه غونډه دائره شوه، چې پکې د مالیې وزارت او د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې (اترا) مسؤلینو هم په کې ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تشخیص او تثبیت بهیر د ښه تطبیق لپاره د همغږۍ پر رامنځته کولو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
دا چاره به د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د مالیې وزارت او د اترا ادارې په همغږۍ، د مرکزي کمېټې تر نظارت لاندې عملي شي.
د مخابراتي انتنونو تشخیص او تثبیت، د مخابراتي شرکتونو د پورونو تصفیه، د انتنونو د قراردادونو تنظیم، او د امارتي ځمکو اړوند شخړو حل، به د نوي ۱۴۰۴ هـ.ش کال په ترڅ کې عملي شي.

تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی در زمین‌های امارتی
۲۰ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
بر اساس حکم عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله، معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تصمیم دارد که تمامی آنتن‌های مخابراتی در زمین‌های امارتی در مرکز و ولایات را تشخیص و تثبیت کند.
به همین منظور جلسه‌ای در معینیت مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به سرپرستی ملا آغاجان آخند «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت با حضور مسئولان وزارت مالیه و اداره تنظیم خدمات مخابراتی (اترا) برگزار شد.
در این جلسه، پیرامون ایجاد هماهنگی جهت تطبیق بهتر روند تشخیص و تثبیت زمین‌های آنتن‌های مخابراتی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
این اقدام در هماهنگی با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، وزارت مالیه و اداره اترا تحت نظارت کمیته مرکزی عملی خواهد شد.
تشخیص و تثبیت آنتن‌های مخابراتی، رفع مقروضیت شرکت‌های مخابراتی، تنظیم قراردادهای آنتن‌ها و حل منازعات مرتبط با زمین‌های امارتی در سال جدید ۱۴۰۴ هـ.ش عملی خواهد شد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS