د خوست دکرنې رییس د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره وکتل

۲۰ کب ۱۴۰۳ه.ش
۱۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی شېرمحمد ذبیح د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې له چارواکو سره په کتنه کې د شپږو جوړېدونکو چکډېمونو د ستونزو او نمګړتیاوو هوارو په پار خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د خوست دکرنې رییس مولوی شېر محمد ذبیح د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو ته د شپږو جوړېدونکو چکډېمونو ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته کړل او له دوی څخه یې وغوښتل، چې د ودانیزو شرکتو له خوا باید یادې ستونزې هوارې او د تکرار مخنیوی یې باید ووشي.
د خوست دکرنې رییس د یادو چکډېمونو د کار پر کیفیت ټینګار وکړ، ترڅو د دغو پروژو چارې له معیار سره سم او پر وخت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې چارواکو هم د خوست د کرنې رییس ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.