ننګرهار کې بزګرانو ته د سرو املوکو اولیمو بڼونو جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Mon, Mar 10 2025 11:05 AM
ننګرهار کې بزګرانو ته د سرو املوکو اولیمو بڼونو جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ډانېډا په مالي لګښت د ننګرهار په رودات، هسکه مېنه او کوټ ولسوالېو کې  بڼوالو ته د سل جریبه بڼونو جوړولو سروې او ډیزاین چارې پیل شوي دي.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد ولي محسن وویل په ذکر شوو ولسوالېو کې د بڼوالو په غوښتنه د سرو املوکو او لیمو  یو جریبه بڼونو جوړولو چارې پیل شوې.
ښاغلي محسن وویل، چې یادو بڼوالو ته د بڼوالۍ په بېلا بېلو برخو کې د روزنې ترڅنګ د بڼوالۍ کڅوړې یا بستي هم ورکولکېږي، ترڅو په بڼونو کې کرنیزي عملي په شکل ترسره کړي.
داچې په ننګرهار کې ځمکي کمې دي او بڼونو ته اړتیا ډېره ده همدارنګه د نورو نباتاتو په پرتله بڼوالۍ ښه نتیجه ورکړېده نو د ننګرهار د کرنې ریاست د بزګرانو پیاوړتیا لپاره هڅه کوي مؤثره بڼوالي ترسره کړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS