د افغانستان د کرنیزو تخمونو ملي بورډ ناسته وشوه 

mail-admin
Sun, Mar 09 2025 1:16 PM
د افغانستان د کرنیزو تخمونو ملي بورډ ناسته وشوه 

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د افغانستان د کرنیزو تخمونو ملي بورډ ناسته، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ ترسره شوه.  
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اف اې او ستراتیژیک سلاکار، د ترویج، څېړنو، غله‌جاتو، بڼوالۍ او تصدیق‌ورکولو برخو رئیسانو، د کرنې وزارت سلاکارانو او متخصصینو ګډون درلود.  
مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې څېړنې او ترویج د کرنې بنسټ وباله او له تولیدي شرکتونو یې وغوښتل، چې معیاري او لوړ کیفیت لرونکي بذري تخمونه تولید کړي. نوموړي څېړنه د هېواد د ځانبساینې اساس یاد کړ او د کرنیزو علمي څېړنو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.  
همداراز، د کرنې وزارت د څېړنو سلاکارانو د ۱۴۰۳ لمریز کال د فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د غنمو، سبو، حبوباتو، نویو نباتي تخمونو معرفي کولو او د تخمونو د بیې د ټاکلو په اړه یې معلومات ورکړل.  
د ناستې په دوام، ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل او ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.


نشست بورد ملی تخم‌های بذری افغانستان برگزار شد
۱۹ حوت ۱۴۰۳ هـ.ش
نشست بورد ملی تخم‌های بذری افغانستان به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
در این نشست مشاور استراتیژیک سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، روسای بخش‌های ترویج، تحقیقات، غله‌جات، باغداری، تصدیق‌دهی، مشاوران و متخصصان وزارت زراعت حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی در سخنان خود تحقیق و ترویج را اساس زراعت دانسته و از مسوولان شرکت‌های تولیدی خواست تا تخم‌های بذری باکیفیت و معیاری تولید کنند. وی تحقیق را زیربنای خودکفایی کشور عنوان کرده و بر اهمیت پژوهش‌های علمی در این بخش تأکید کرد.
همچنین، مشاوران تحقیقاتی وزارت زراعت، گزارشی از فعالیت‌های سال ۱۴۰۳ ارائه کرده و درباره تحقیق روی چندین نوع تخم گندم، تخم سبزیجات، حبوبات، معرفی تخم‌های جدید نباتات و تعیین قیمت خرید و فروش آن‌ها صحبت کردند.
در ادامه، روسا و مشاوران حاضر نیز دیدگاه‌ها و پیشنهادات خود را در این زمینه مطرح کرده و نشست با دعای خیر به پایان رسید.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS