د پکتیا په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د لایم سلفر پروګرام تطبیق

mail-admin
Wed, Mar 05 2025 12:42 PM
د پکتیا په ځاځي آریوب ولسوالۍ کې د لایم سلفر پروګرام تطبیق

۱۵ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۵ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې او کرنتین عمومي مدیریت مسلکي کارکوونکو، د ځاځي آریوب ولسوالۍ د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ، د لایم سلفر پروګرام د یادې ولسوالۍ په یوه کلي کې تطبیق کړ.
په دې پروګرام کې ګڼ شمېر بڼوالانو ګډون وکړ، چې د لایم سلفر د جوړولو او د استعمال عملي لارې چارې ور وښودل شوې. همداراز، د نباتي آفتونو او ناروغیو د میخانیکي او کیمیاوي کنټرول میتودونو په اړه هم بڼوالانو ته مفصل معلومات ورکړل شول.
د کرنې ریاست مسؤلین وايي، چې د لایم سلفر پروګرام تطبیق په نورو کلیو کې هم دوام لري، څو بڼوال د خپلو بڼونو د آفتونو او ناروغیو پر وړاندې اغېزناک میتودونه وکاروي او د کرنیزو حاصلاتو کیفیت ته وده ورکړي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS