د فراه کې د کرنې کارکوونکو ته روزنه ورکړل شوه

۱۱ کب ۱۴۰۳ه.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه.ق
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو له خوا د یاد ریاست کارکوونکو ته د مدیریت په برخه کې روزنه ورکړل شوه.
ددې روزنې په ترڅ کې یادو کارکوونکو په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکړل شوې، چې په کې د فراه په ولایت کې د اوبیزو غنمو کرکېله، په شنوخونو کې د کرکیلې لارې چارې، شنوخونو محصولاتو ته بازارموندنه شامل دي.
ددې روزنیز پروګرام موخه د فراه کرنې ریاست د کارکوونکو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې په دې ولایت کې میکانیزه کرکیلې ته زمینه برابرول دي.