د خوست موساخېلو ولسوالی کې د املوکو بڼونه جوړېږي

۴ کب ۱۴۰۳ه.ش
۲۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «آر،آر،اې،اې» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د موسا خېلو په وسوالی کې د املوکو بڼونو د ترویج او پرختیا په موخه د املوکو بڼونه جوړولو په پار سروې ترسره کړه، چې په ترڅ کې به یې د یادې ولسوالی د «زوړکوټ، خوګوړی، څندي، تنګي، څپري او سور» کلیو کې د املوکو لس بڼونه جوړ شي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په یادو بڼونو کې د املوکو اصلاح شوينیالګي کېنول کېږي.
ددې مرستې موخه د بزګرانو او بڼوالو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د املکو بڼونو ترویج او د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.