کندهار کې لسګونو کورنیو ته د بڼ جوړونې توکي او تخمونه ووېشل شول 

mail-admin
Wed, Feb 19 2025 10:43 AM
کندهار کې لسګونو کورنیو ته د بڼ جوړونې توکي او تخمونه ووېشل شول 

د کندهار په میانشین او نېش ولسوالیو کې ۲۰ کورنیو ته د بڼ جوړونې اړین توکي او د سبزیجاتو تخمونه ووېشل شول. دا مرسته د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراک نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د بشري سرچینو پراختیا ادارې ایچ ار ډي اې په تخنیکي همکارۍ او د اړونده ولسوالیو د مسؤلینو تر څار لاندې ترسره شوه.
د مرستې په لړ کې، ۱۰ کورنۍ د میانشین او ۱۰ کورنۍ د نېش له ولسوالۍ شاملې وې، چې هرې کورنۍ ته د کرنیزو وسایلو ترڅنګ د سبزیجاتو بیلابېل تخمونه ورکړل شول، چې پکې د بینډۍ، بانجان، ګندنې، پیاز، رومي، بادرنګ او ملي سرخک تخمونه شامل وو.
همداراز، یادو کورنیو ته د سبزیجاتو د کرکېلې، د اوبو د سپما، د تخم او درمل پاشلو عصري میتودونو، او د سبزیجاتو لپاره د بازار موندنې په برخو کې مسلکي روزنه هم ورکړل شوه.
د دې مرستې موخه د لیرې پرتو ولسوالیو د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، په ژمي کې د کاري فرصتونو برابرول، د بزګرانو د مهارتونو لوړول، او کرنیزو فعالیتونو ته وده ورکول دي.
د یادونې وړ ده چې د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، څو د نږدې او لیرې پرتو ولسوالیو بزګرانو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي، کرنه میکانیزه کړي او بزګرانو ته د عصري کرنې میتودونه وروپېژني.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS