د کرنې وزیر د کندا فروټ شرکت له رییس سره د محصولاتو د ازموینې لابراتوارونو د جوړولو په اړه وکتل

mail-admin
Thu, Feb 13 2025 10:36 AM
د کرنې وزیر د کندا فروټ شرکت له رییس سره د محصولاتو د ازموینې لابراتوارونو د جوړولو په اړه وکتل

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري، د خپل کارپه دفتر کې د کندا فروټ شرکت له رییس جلال‌الدین سعید سره وکتل او د هېواد په مرکز او بندرونو کې د حیواني او نباتي محصولاتو د ازموینې لابراتوارونو د جوړولو په اړه یې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې، د کرنې وزیر ټینګار وکړ چې لابراتوارونه باید داسې جوړ شي، چې پکې صداقت او امانت وساتل شي او د حیواني او نباتي محصولاتو اصلي ماهیت او کیفیت په دقیقه او شفافه توګه وڅېړل شي.
یاد لابراتوارونه به د کرنې وزارت د کرنیزې پرمختیا صندوق او د کندا فروټ شرکت په مشارکت جوړېږي، چې موخه یې د محصولاتو د کیفیت د څارنې ښه والی او په بندرونو او مرکزي سیمو کې د ارزونې بهیر اسانه کول دي.

دیدار وزیر زراعت با رییس شرکت کندا فروت درباره احداث لابراتوارهای تست محصولات
۲۴ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، در دفتر کار خود با جلال‌الدین سعید، رییس شرکت کندا فروت، دیدار و درباره احداث لابراتوارهای تست محصولات حیوانی و نباتی در مرکز و بنادر کشور گفتگو کرد.
در این دیدار، وزیر زراعت تأکید کرد که لابراتوارها باید به گونه‌ای ساخته شوند که در آن صداقت و امانت حفظ شده و ماهیت اصلی و کیفیت محصولات حیوانی و نباتی به‌صورت دقیق و شفاف بررسی شود.
این لابراتوارها به شکل مشارکتی از سوی  صندوق وجهی انکشاف زراعتی وزارت زراعت و شرکت کندا فروت ایجاد می‌شوند و هدف از آن‌ها بهبود نظارت بر کیفیت محصولات و تسهیل روند بررسی در بنادر و مراکز کشور است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS