ننګرهار کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۹۲ سره څاروي د رڼي بولۍ له لارې وپلورل شول
![ننګرهار کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت ۳۹۲ سره څاروي د رڼي بولۍ له لارې وپلورل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2025-02/whatsapp_image_2025-02-11_at_11.28.28_52b7cf4c.jpg)
۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ه.ش
۱۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د زکات امریت کارکوونکو له لورې په چپرهار، سره رود، نازیان، بټي کوټ، حصارک، شېرزاد، دره نور، لعلپوره او کوټ ولسوالیو کې ۳۹۲ سره وري او وزې راټولي او د یوي رڼي بولۍ له لارې په دوه میلیونه، ۵۸ زره او ۳۱۰ افغانۍ د ګډ پلاو په حضور کې وپلورل شو او ترلاسه شوي عواید به د امارت خزانې ته راټول شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست د زکات امر مولوي محمد قاسم حماسي وویل، چې ددوی مسولینو له لورې په نورو ولسوالیو کې هم د زکات راټولولو او حسابۍ لړۍ جریان لري؛ او په نږدې راتلونکي کې به ددوی راجمع شوي څاروي هم د شفافي بولۍ له لورې وپلورل شي او عواید به یې د امارت خزانې ته راټول شي.
ښاغلي حماسي وویل، چې په ولسوالیو کې خپلو کارکوونکو ته یې د سیمه ییزو مسؤلینو سره د ښې همغږۍ او د زکات راټولولو کې اصولو په پام کې نیولوسربېره د روڼتیا سپارښتنمې هم کړیدي.
همدارنګه د ننګرهار دکرنې ریاست د زکات امریت کارکوونکو د معلوماتو په اساس کوچې مالدارانو ددوی څخه د څارویو د پاللو، واکسینونو، چنجیو ضد درملو، حیوانې خوراکې او نورو برخو کې د همکارۍ غوښتنې وکړې؛ چې د مسؤلینو له لورې ورته د مرستي ډاډ ورکړل شو.