کندهار کې ۲۵ زره غواګانې د وژونکي طبق ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي 

mail-admin
Mon, Feb 03 2025 10:34 AM
کندهار کې ۲۵ زره غواګانې د وژونکي طبق ناروغۍ پر وړاندې واکسین شوي 

۱۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف. ای. او) په مالي او د څارویو روغتیا او صحت آمریت په تخنیکي همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو، دامان او ډنډ ولسوالیو کې د پښو او خولې (طبق) ناروغۍ د مخنیوي په موخه واکسین کمپاین پای ته ورسېد، چې په ترڅ کې یې ۲۵ زره غواګانې واکسین شوي دي. 
یاد واکسین ټولټال ۲۵ زره دوزه وو، چې د څه کم دوو میاشتو په موده کې د کندهار ښار ۱۵ ناحیو او دوو ولسوالیو کې ۷۰۰ غواګانو فارمونو ته تطبیق شوي، چې موخه یې د مالدارانو ملاتړ، د پښو او خولې ناروغۍ پر وړاندې وقایوي تدابیر نیول، د غواګانو د مړینې کچه راکمول او په کندهار کې سالمه مالدارۍ پراخول دي.
بل لور بیا مالداران د دې کمپاین له تطبیق خوښ دي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له همکاریو مننه کوي، چې د دوی غواګانې یې واکسین کړې.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې په همکارۍ یوه میاشت وړاندې هم د کندهار په مرکز او اتو ولسوالیو کې د کوچنیو څارویو د طاعون (PPR) واکسین کمپاین پیل کړی و، چې له مخې یې تر ۷۰ زره کوچني څاروي واکسین شوي دي.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS