د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقالېږي

mail-admin
Sat, Feb 01 2025 3:30 PM
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه انتقالېږي

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییسمولوي عبدالعلي عمري، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رییس قاري عبدالمجید قیام او د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعید ګډون صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د ځمکې پر لېږد خبرې اترې وشوې.
ياده ځمکه د صنعت او سوداګرۍ وزارت په غوښتنه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د هېواد په څلورو  ولایتونو پکتيکا او لوګر ولایت کې په زر زر جريبه ځمکه، کندز ولایت کې په لس زره جریبه ځمکه او ننګرهار ولايت کې په شل زره جریبه ځمکه باندې د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه انتقالېږي.
د یادې ځمکې لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د استملاک او بيا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رییس قاري عبدالمجید قیام ترمنځ لاسلیک شوه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS