د ننګرهار خوږیاڼو کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو زېرمه کولو واټرشېډ جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Feb 01 2025 12:32 PM
د ننګرهار خوږیاڼو کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو زېرمه کولو واټرشېډ جوړولو چارې پیل شوې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د خوږیاڼو ولسوالی خوازه خېلو کمبو سیمه کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د سیلابي اوباراني اوبو زېرمه کولو یا واټر شېډ رغنیزې چارې پیل شوې.
د ننګرهارد کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د اسلامي هوسایني نړۍوالې مؤسسې له لورې په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د واټرشېډ جوړېدو چارې پیل شوي، چې پدې پروژه کې به کوچنی چکډېمونه د اوبو د سرعت کمولو او اوبو زېرمه کولو لپاره جوړشي او ترڅنګ یې درې کیلو متره کانال پاک کاري او د کانال په شاوخوا کې ۵۰۰۰ بې مېوې نیالګیو  کښېنول هم شامل دي.
د اسلامي هوسایني نړۍوالې مؤسسې مسؤل عبدالکریم ناصح وویل، چې یاده پروژه به د دوو میاشتو په موده کې بشپړه شي، چې د سیمې لسګونو خلکو ته به د کار زمینه هم برابره شي.
د یادو پروژو جوړولو موخه د اوبو ښه مدیریت او د ځمکي لاندې اوبو تاندول دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS