د کرنې وزارت پلاوي د دولتي او خصوصي مسلخونو د ارزونې لپاره هرات ته سفر وکړ

user-admin
Wed, Jan 29 2025 9:19 AM
د کرنې وزارت پلاوي د دولتي او خصوصي مسلخونو د ارزونې لپاره هرات ته سفر وکړ

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو پلاوي د دولتي او خصوصي مسلخونو د عوایدو کچې او د مدیریت ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.  
یاد پلاوی د کرنې وزارت د مالي او حسابي رئیس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ، د اداري رئیس قاري محمد اکبر امیني، د څارویو روغتیا رئیس ډاکټر مختار محسني، د کرنې وزارت مالي سلاکار عزیزالرحمن رحماني او د تدارکاتو ریاست د قراردادونو آمر انجنیر ذبیح‌الله نوري په ګډون جوړ شوی و.  
پلاوي د هرات له هغو دولتي مسلخونو چې خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شوي او همدارنګه د خصوصي سکتور په لګښت جوړو شوو او اداره کېدونکو مسلخونو څخه لیدنه وکړه.  
د سفر په ترڅ کې، پلاوي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس آخندزاده عبدالحي منیر او د هرات والي سره وکتل او په دې یې ټینګار وکړ چې د صحي او لوړ کیفیت لرونکې غوښې د عرضه کولو په برخه کې د دوی همکاري ډېره اړینه ده.  
د دې سفر موخه د مسلخونو د کار، عوایدو کچې او د مدیریت د څرنګوالي ارزونه وه، ترڅو د خدمتونو د ښه والي او د عامې روغتیا د کچې د لوړولو لپاره هڅې وشي.

هیئت وزارت زراعت برای بررسی مسلخ‌های دولتی و خصوصی به ولایت هرات سفر کرد

هیئتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور بررسی میزان عواید و ارزیابی مدیریت مسلخ‌های دولتی و خصوصی به ولایت هرات سفر کردند.
این هیئت به رهبری مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت و با حضور قاری محمد اکبر امینی رئیس اداری، داکتر مختار محسنی رئیس صحت حیوانی، عزیزالرحمن رحمانی مشاور مالی مقام وزارت زراعت و انجنیر ذبیح‌الله نوری آمر قراردادهای ریاست تهیه و تدارکات، از مسلخ دولتی که به سکتور خصوصی اجاره داده شده و همچنین از مسلخ خصوصی که توسط سکتور خصوصی در ولایت هرات ساخته و مدیریت می‌شود، بازدید کردند.
در جریان این سفر، هیئت با آخندزاده عبدالحی منیر رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و والی این ولایت دیدار کرده و بر ضرورت همکاری آن‌ها در روند عرضه گوشت صحی و باکیفیت برای شهروندان تأکید کردند.
هدف این سفر، ارزیابی چگونگی کارکرد، میزان عواید و نحوه مدیریت مسلخ‌ها برای بهبود ارائه خدمات و ارتقای سلامت عمومی در ولایت هرات بوده است.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS